IQNA

 جامعه کبیره زیارت؛ د دشیعیانو د ټولنې د هدایت لپاره دامام هادي(ع)غوره ډالۍ ده

14:37 - January 16, 2024
د خبر لمبر: 3488577
ایکنا-د  کرامت د بانو  حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها د حرم ویناوال جامعه کبیره زیارت د تاریخ په اوږدو کې د شیعیَانو د ټولنې د هدایت او ملتیا لپاره د حضرت امام هادی علیه السلام ترټولو غوره ډالۍ  او د امامت پيژندپاڼه او وې وئيل، جامعه کبیره نومې زیارت  داهل بیت علیهم السلام د فضیلت په بیانولو کې د انسان ترټولو څرګند پوهیدونکی متن دی.

ایکنانیوز له قم څخه راپور راکړ، د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها د سپيڅلي حرم په معارفي محفلکې دعلیمه حوزې یوه استاد حجةالاسلام عالی  چې د حضرت امام هادي علیه السلام  د شهادت په مناسبت ئې ددغه مقدس حرم په امام خمینی شبستان  کې وینا کوله،ددې خبرې په کولو سره چې  دمعصومین علیهم السلام لقبونه او نامې  دخداوندمتعال له خوا دي ، ووئيل، دآئمه معصومین علیهم السلام د هر یو لقب،کنیت او نامه د خداي دولی  کمالاتو ،خاص شان ته اشاره او یا په دنیا کې د هغه بزرګوار ماموریّت دی.

 حجةالاسلام عالی  ووئيل، په ځينو نورو روایتونو کې  ددې موضوع په نسبت یوه بل اړخ هم مطرح شوی دی او راغلي دي،  هغه ځاي  کې چې دخدای پیغمبر(ص) په معراج کې په مستقیم ډول  پروردګار عالم سره خبرې کولی، نو خداوندمتعال وفرمائيل؛  اباالقاسم امض هادیا مهدیا»    او هغه لومړنی کس چې د خدای دنبی لپاره ئې د ابوالقاسم  خطاب وکاروه، دالهي اقدس ذات وجود دی ،ځکه چې ابوالقاسم یعني د قسمت خاوند یعني هغه څوک چې ویشل د هغه په لاس کې وي.

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  د معصومین(ع) نامې ،لقبونه او کنیتونه  دمعرفت سپرکي دي ، روښانه کړه ، داهل بیت علیهم السلام هره یوه نامه او لقب د هغو ماموریّتونو او  یا دهغو بزرګوارانو د شخصیّت اړخ بیانوي چې په عالم دنیا کې ئې دوي لري.

 هغه د نقي او هادي لقبونه  د لسم امام  ترټولو غوره لقبونه وبلله او وې وئيل، حضرت امام  علی نقي علیه السلام د خداوندوتعال  د ټولو ظاهري، باطني ، معنوي او مادي او هم علمی او عملی  هدایتونو مظهر  او ترټولو غوره خصوصیّت دی چې دهغه بزرګوار په زمانې کې ئې ډيره ولوله  او پرتم رامینځةکړ،ځکه  چې د  حضرت امام هادي علیه السلام  په لاس په مختلفو اړخونو کې  د هدایت بهیر  ډير پر مخ لاړ.

حجةالاسلام د خپلې وینا په پاي کې د فلسطین د حالاتو په اړه په یوه تحلیل وړاندې کولو سره ، د صهیونیسټ رژيم جنایتونه، ړانده ، لیوني  او کم عقله  اقدامات  د دغه جعلي  او غاصب رژيم د ناکامۍ  او دړې وړې کیدا په لاره کې یوه لویه نښه وبلله  او  وې وئيل، د  ماشومانو او ښځو وینه به  حتما پر تورې برلاسه کیږي ،ځکه چې د مولا کلام هیڅکله هم دروغ نشي کیدلی.

https://qom.iqna.ir/fa/news/4193962

 

captcha